له امریکا سره د افغانیستان ستراتیژیک پیمان او کټی زیانونه
الجـــــــهاد فی سبیل الله
له امریکا سره د افغانیستان ستراتیژیک پیمان او کټی زیانونه
ساعت 13:1 | بازدید : 905 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

درنو لوستوالو! په دي لیکنه کې موږ هڅه کړي چې د دې معاهده لیک هره ماده او یا د هغي لنډیز را واخلو او له خپلی وړې تبصرې سره یی مل کړو ، داچې تبصره به څومره قناعت بښونکي وي ؛ تاسو به یې ولولئ .
ترهرڅه وړاندي به د لوستونکو د معلوماتو لپاره د دې تړون د متن خلاصه او لنډیز په یوه بله بڼه را واخلو چې هیوادوال یی وګوري او خپلي ملي ګټي او یاتاوان پکښي ومومي .
---------------

د دې امنیتی تړون ،لومړۍ ماده وایی : دغه تړون به د امریکایی پوځیانود اوږدمهالی حضور موخی او مشخصات ټاکي .

تبصره : یرغل ته یی چا بد ونه ویل ، اشغال یی وزغمل سو ، تر یوه لسیزه یی زیات د افغانانو په وژلو ځانونه ستړی کړل . یوه خونه او یو متر آبادی یی ونکړه ؛ لایی اوږدمهالي وجود ته نوره هم اړتیا ده ؟

دوهمه ماده: دغه ماده ډېر شقونه لري چې لنډیز یی دا را وزی : ټول هغه املاک او مؤسسات یعنی کومي ځمکي ، ودانۍ ، هوایی ډګرونه او داسی نور مراکز چې امریکایی ځواکونه په کي میشتیدنه ولري ، او هغه وسائل او تجهیزات چې د افغانانو ملکیت وي ؛ او امریکایان ورته اړتیا ولری ؛ دا ټول بیا د امریکا شخصي ملکیت ګڼل کیږی له دې امتیاز څخه تنها پوځي نه ، بلکي هر هغه بهرنی وګړی برخمن دی چې د امریکا او ناټو په تړاو راغلی وي لکه د این جی اوز کارکوونکي او داسي نور ... . بل شق یې وایي چې ټول غیرمتعارف تجهیزات یعنی غیرقانوني وسلې ، مهمات ، ادوات او نور وسائل امریکایان په هرصورت کارولی سی او په هیڅ صورت غیرمتعارف یعنی ناقانونه نه بلل کیږی .

تبصره : ‌‌ډېره دلچسپه او عجیبه خبره ده ، دومره امتیازات خو امریکایان په امریکا کي هم نلری چې په کوم ځای کې واړه وي ، هغه به يې خپل ملکیت وي او هره ناقانونه وسله به ورته قانوني وي . ټیک ده ، دا ځانګړتیاوي دي هم ولری ؛ خو د دغي مادې له مخي افغانانو ته پکښې کومه ګټه ده ؟

درېیمه ماده : ټول امریکایی پوځیان او غیر پوځی عناصر د پوځي او پاک سازۍ د عملیاتو پر مهال مکلف دي چې د امریکا د قوانینو په رڼا کې عمل وکړي، او هغو ته درناوی وکړي، د امریکا دولت وعده کوي چې د افغانستان د قوانینو او عرف د درناوي لپاره لازم تدابیر نیسی .

تبصره : یعنی امریکایان به د عملیاتو اجازه لري ، عملیات به د افغانانو په کلیو او کورونو کې کوي ، خو ، وي به د امریکا د قانون په رڼا کې ، د افغانستان د قانون او د افغانانو د عرف او عنعناتو د احترام یې دومره ژمنه کړي چې له دې پس به ورته تدابیر نیسی . یعني که د افغانستان د قانون او عنعناتو خلاف ورزي وشی ؛ څه باک نلري . خیر دا دې هم وکړي ، د دې مادې له مخي په دې تړون کې د افغانانو ګټه څه ده ؟

څلورمه ماده : څلورمه ماده هم ۶ یا ۷ شقونه لري :
۱ - ، دواړو لوریو هوکړه کړي چې د امنیتی توانمندیو لپاره به امریکا شینډنډ ، هرات، بګرام ، کندهار، ښوراوک ، خوست ، مزار ، ګردیز ، جلال آباد او فراه د دائمي پوځي هډو په توګه کاروي . - ۲ - ، همدارنګه د اړتیا په صورت کې د هیواد په نورو برخو کې هم دائمي او موقتي عملیاتي هډي جوړولای سی . - ۳ - ، پردغو هډو باندي حاکم ضوابط به د افغانستان نه ، بلکي د امریکا د قانون مطابق وي، افغان قانون او عرف لازم نه ، مګر د درناوي وړ دی . دواړه لوري به یې به پام کي لری .- ۴ - ، پوځي عملیات به په ګډه کميټه کې څیړل کیږي . - ۵ - ، د ګډي کمیټي مشري به د امریکي جانب پرغاړه وي . - ۶ - د عملیاتو لپاره چې کله دکمیټي مشرتابه پریکړه وکړه ، افغان لوری به خبروي . - ۷ - ، افغان دولت د خپل امنیت لپاره له امریکایی ځواکونو موقته مرسته غوښتلای سی .

تبصره : د دې مادې هره برخه د ډېر تعجب وړ او تر ډېره بریده يې شقونه پخپل منځ کې سره متصادم دي . دتعجب خبره دا ده : که چیري په هیواد کې مهم پوځي ډګرونه او مراکز د افغان دولت په واک کې وي ، افغانستان به له پوځي پلوه توانمند وي ،او که چې د امریکا په واک کې وي ؟ بل دا چې موافقه له افغان لوري سره پر مشخصو هډو کوي ، ولي لاره یې ځان ته دومره پرانیستي چې هرځای وغواړي په افغانستان کې نوري هډې او عملیاتي مراکز جوړولای سی . بل داچې معاهده په افغانستان کې له افغانانو سره کوي خو قوانین اوعنعنات یې پرځان لازم نه ګڼي ، قوانین به ټول د امریکا پلي کوي او هغه به د احترام وړ وي . څلورم شق یې وایی چې عملیات به په ګډه کمیټه کې څیړل کیږي ، خومشري به یی د امریکایی ځواکونو وي . په عین حال کې د مادې شپږم شق وایی چې کله کمیټې پریکړه وکړه ، افغان لوری به یې له پایلو څخه خبريږي . دلته نو د ګډي کمیټې مقصد څه کیدای سی؟ بیا وایې چې افغان لوری له امریکایانو موقته مرسته غوښتلای سی . په داسی حال کې چې کرزی خو لا له پخوا ناري سوري وهي چې بهرنیان به په عملیاتوکې ګډون نه کوي . له بل لوري وایی چې عملیات به په ګډه کمیټه کې مطرح کیږي او مشري به یی د امریکي لوري پرغاړه وي . دا ټول هغه څه دي چې پخپل ذات کې سره ټکر خبري دي . خو د دې هرڅه باوجود افغانستان او افغانانو ته د تړون د دې مادې له برکته کومه ګټه سته ؟

پنځمه ماده: د ټولو هغو غیر منقولو ودانیو او تاسیساتو شتمني چې د دغه هوکړه لیک له اجراء څخه وروسته د امریکایی ځواکونو په واک کې دي ؛ د امریکا د دولت تر حاکمیت لاندي دي . د امریکا دولت په دغو سیمو کې د نورو تاسیساتو د بیا ودانولو، پراخولو او جوړولو مسولیت لری، او د ګډي اړتیا په صورت کې دواړه لوری اړتیا ته په کتو سره د دغو تاسیساتو د بیاودانولو، جوړولو او پراخولو مسولیت پر غاړه لری .

تبصره : داخوپه دوهمه ماده کې هم وویل سول چې ټول تاسیسات بیاد امریکاشخصي ملکیت ګڼل کیږي نو د پراخولو او بیا ودانولو چاري خو به یی هرو مرو خپله ترسره کوي که به دا جوړول ، پراخول ، رنګول ، ترمیمول یې هم په افغان دولت کوي . بیا به هم افغان دولت دا کار اجراء کړي خود دې مادې له مخي افغانستان ته پکښې کوم خیر په پام کې نیول سویدی ؟

شپږمه ماده : دغه ماده چې هم ډېري برخي لري ؛ لنډیز یې دا راوزي چې امریکایي ځواکونه له هر بندره ، هري لاري ، او هر میدانه کولای سی چې افغانستان ته داخل سی . له هرډول مراقبت او څارني څخه مستثنی دي . پوځي او غیر پوځي وسایط يې بي له قیده او شرطه نقل حرکت کولای سي . د موافقې له مخي له هر راز مالیې او ګمرکي لګښته معاف دي،همدارنګه هر‌ډول مالونه واردولای او صادرولای سی ، د افغانستان د هوايی حریم کنترول او نظارت به تر هغه پوري د امریکا په واک کې وي ترڅو یي ځواکونه په هیواد کې شتون ولری .

تبصره : په پورتنۍ ماده کې خو بیا افغان لوري ته هیڅ پاتي نه دي . بلکي ټول امتیازات او استثناءآت یرغلګرو ته په برخه دي چې د افغانستان حریت او خپلواکي په مطلق ډول له منځه وړي .

اوومه ماده: د امریکایی ځواکونو قرار دادونه د امریکا د قوانینو له مخې صورت مومی،او امریکایی ځواکونه په افغانستان کې د خپلو اړتیا وړ موادو د تر لاسه کولو لپاره له هر ډول شرکتونو سره د قرار داد حق لری او همدا راز که چیرته اړتیا وی د امریکا دولت کولای شی چې د قرار داد کونکو شرکتونو نومونه د افغانستان دولت ته په واک کې ورکړی .

تبصره: ایله چې اوومه ماده افغان لوری ته په یوه امتیازه قائله سوه ، هغه دا چې که چیري امریکاله کوم بهرني شرکت سره تړون وکړي او دوی د افغان دولت خبرول زیانمن ونه بولي نو امریکايي ځواکونه کولای سی په دي اړه افغان لوری ته خبر ورکړي .

اتمه ماده: دا ماده وایي چې : امریکایان حق لري د افغانستان له اوبو ، بریښنا ، مخابراتی او نورو اړینو وسایلوڅخه پرته له هرډول مالیې او قیدوشرط استفاده وکړي . او دا به هم ټول د افغانستان نه ، بلکي د امریکا د قانون مطابق وي . او افغان لوری که کوم مخابروي او ارتباطي بنسټیزي طرحې په کار اچوي ؛ باید امریکي جانب په اعتماد کې واخلي ځکه چې ممکنه ده د دوي په اصطلاح ترهګرو ته ګټه ورسیږی .

تبصره : هو ! بلکل سمه ده د اشغالګرو انصاف باید همداسي وي چې پخپله زموږ د ملت ټولي ملی او عامه شتمنۍ پرته له څه بندباره د ځان په ګټه کارولو حق بولي ، خوشرطونه بیا هم پر افغان لوري ږدي ، ګویا بنسټیزي طرحي افغانان پخپله خوښه نشی پلي کولای .

نهمه ماده : دا ماده هم چې ۵ یا ۶ برخي لري ؛ دامریکایانو حقوقي مسؤلیت ټاکي او وایي چې : د امریکایی ځواکونو او د هغوی د پوځی او ملکی قرار دادیانو ټول حقوقی او قضایې مسولیت د امریکا د دولت پر غاړه دی . - که چیرته د افغانستان دولت د هغو دوسیو د اخیستلو غوښتنه وکړی چې پکې د امریکایی مامورینو د سرغړوني عمدي او غیر عمدی کیسونه ځای شوی وی نو په دې صورت کې د امریکا دولت مکلف دی چې د افغانستان لوری ته حقوقی ځواب ورکړی. - د امریکا ځواکونه به د جنایې جرمونو پر وړاندی د خپلو محاکمو فیصلې ګدي کمیټې ته د اوریدو لپاره وړانډی کوی .-- که چیرته امریکایی پوځیان او ملکیان د افغان دولت له لوری نیول کیږی نو افغانستان باید ډیر ژر هغوی امریکایی لوری ته وسپاری . -- تر هغه وخته پوری چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر موجود دی، د پوځی او غیر پوځی توب، د پوځی یونفورم درلودل او نه درلودلو په برخه کې د امریکایی جنایی جرمونو د مرتکبینو لپاره توپیر شتون نه لری.

تبصره: یعنی افغان لوری هیڅ حق نلری چې کوم امریکی تبع او یا دهغوی حلیف په افغانستان کې په کوم جرم باندي مسؤل وګڼي . ۲ کچیري افغان لوری د کوم مجرم امریکايي د نیولو یا د دوسیې د غوښتلو هڅه وکړي امریکا به حقوقي ځواب ورکوي معنی داچې نه به مجرم ورته سپارل کیږی او نه دوسیه . ۳ که کله امریکا دخپل تبع (وګړي)د جرم دوسیه وڅیړي نو افغان لوري ته یې وراورولای سي . مقصدداچې افغان لوری یې تنها اوریدلای سي ، کوم اعتراض ورباندي کولای نسي .۴ د افغان دولت له لوری که کوم امریکاي وګړي نیول کیږي ، فورا باید امریکي لوري ته وسپارل شي . خو که امریکایان افغانان نیسی نوله بې محکمې وژلونیولي تر ټول عمري بنده او بل هرډول ناڅرګند برخلیک یې اخته کولای سي . عملي اعتراض ورباندي څوک نشي کولای . ۶ ترڅو چې امریکا په افغانستان کې شتون لري ، له پورتنیو ټولو حقوقو او امتیازاتو څخه هر امریکي او بهرني وګړی برخمن دی . که هغه په پوځي یونیفورم کې وي او که نه وي.

لسمه ماده: د ستراتیژیک هوکړه لیک دغه برخه چې د امنیتی او پوځی توافقاتو ناظره ده د امریکا او افغانستان د راتلونکی توافق بنسټ دی.

تبصره : په لومړي سر کې په مقدمه کې خو دا اوږدمهالی تړون ګڼل شوی ، ولي په دې وروستۍ ماده کې بیاوایي چې دا دراتلونکي توافق بنسټ دی . دا به بیا څنګه توافق وي افغانستان به نور بیا د امریکا یو ایالت ټاکل کیږي که له هغه نه هم بدتر ؟

پاملرنه : -- درنو لوستوالو ! له دي هرڅه سپیشل امتیازاتو او ځانګړتیاوو سره سره چې امریکایانو خپل ځان ته ټاکلي او تش په نوم افغانان یې د لاسلیک کولو عاجله او جدي غوښتنه کوي ؛ موږ نه پوهیږو چې په دې تړونلیک کې افغانستان ته کوم خیر ، ګټه او ښیګڼه شتون لري .

یو شی چې زما په نظر دغه ناعاقبت اندیشه افغانان ورته امیدوار دي ؛ هغه داچې دوی وایی امریکا به په ډالرونو زموږ تمویل کوي او پوځي روزنه به راکوي .

دغو دواړو ټکو ته خو په دې معاهده کې څه اشاره نه ده شوي او بل داچې تاسو وګورئ په دا ۱۲کاله کې د کرزي د بیا بیا اصرار او زاریو سره سره چې مشخصه بودیجه ورته وټاکي؛ امریکایانو دکرزي ادارې ته یوازي د بسپني خبره کړي چې له نورو هیوادونو نه به یې د خیرات په بڼه راټولوي او بس . نوره یي هیڅ ډول قاطع ژمنه نه ورسره کړي ، نه یې ورسره کوي او نه یې ورته اراده ده . د پوځي روزني په برخه کې ورته وایي چې د کرل شوو ماینونو خونسا کول ډېر اړین دي ،افغان پوځ باید لومړی دا روزنه ترلاسه کړي . په دا دومره تېر عمر کې یي افغان عسکرو ته نه کومه بنسټيزه زده کړه ورکړه او نه یې کوم آساسي پوځي وسائل په واک کې ورکړل . پای



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 47
بازدید دیروز : 97
بازدید هفته : 448
بازدید ماه : 1440
بازدید کل : 92464
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 47
:: باردید دیروز : 97
:: بازدید هفته : 448
:: بازدید ماه : 1440
:: بازدید سال : 3821
:: بازدید کلی : 92464